خپل سازمان مسؤل ګرزول

که ستاسو تنظيم  مسؤل وي نو د دې مطلب دا دی چې دغه په داسې ډول سره کار کوي چې ستاسو څخه څه غوښتنې وي هغو په اړه اميدونه په قناعت وړه توګه سره بشپړه کوي. زياتره وخت تنظيمونه ځانته کسانو ته، که د تنظيم نه بهر يا د ننه وي او يا که د نورو تنظيمونو څخه وي، مسؤل وي.

زياتره ټولنيز تنظيمونه مسؤل وي:

  • هغو خلکو ته څوک چې تنظيم نه کار اخلي يا بيپاران
  • د سازمان او د ټولنې غړيو ته
  • هر هغو بسپنه ورکوونکو هيتونو ته چې تنظيم ته بسپنې ورکوي
  • هر لايسنس ورکوونکي هييت ته چې د قانون لاندې مرستو په اړه لايسنسونه ورکوي
  • هر تنخوا اخيستونکو کارکوونکو یا رضاکارانو ته

د مسؤليت په اړه ډېرې برخې شته چېرته چې ستاسو مسؤليتونه په څرګنده توګه سره پېژندل شوي دي او کېدی شي چې په قانوني توګه سره عملي کړی شي. خو بيا هم، ستاسو د تنظيم اخلاقي قوانين يا اقدار کېدای شي چې د دې خبرې ټاکنه وکړي چې تاسو د مسؤليت نورې برخې په څه ډول سره بشپړه کوئ. چې مسؤل وګرزئ تاسو له به پکار وي چې د خپل تنظيم څخه غوښتنو په اړه تاسو خبر وئ او داسې لارې وضع کړئ چې و ښودلی شئ چې هغوی هر هغه څه کوي د کوم چې ورڅخه طمع کېږي او \ يا ورته موافقه شوي دي.

د سازمانونو د شرکت قانون (Associations Incorporation Act)

د سازمانونو د شرکت قانون (Associations Incorporation Act) د شرکتي سازمانونو د مسؤليتونو په اړه او د مطابقت نه لرلو په حال کښې د جريمو په اړه روڼ او څرګند دی. قانون (ايکټ) د کلنۍ ټوليزو غونډو، د قوانينو بدلولو، د شرکت کارکوونکو بدلولو او مالي او تجارتي ثبتونې اړتياوو په لړ کښې مسؤليتونه په تفصيل سره ورکوي. د دې پخلی کول یا اطمینان کول چې تاسو دغه ټول مسؤليتونو باندې پوهه شئ تاسو د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) سره تړاؤ نيولی شئ، قانون (ايکټ) کتلی شئ يا د مسلکي قانوني مشورې لپاره غوښتنه کولی شئ. تاسو له به پکار وي چې د معلومات د نظم او راپور ورکونې لۀ پاره نظامونه ځای پر ځای کړئ چې خپل سازمان د دې جوګه کړئ دغه مسؤليتونه بشپړه کړي.

بيپاران یا مشتریان

يو تنظيم چې خپلو بيپاريانو (کلاينټس) ته مسؤل وي نو  بيپارانو څخه به د خبلو مرستو په اړه د وړانديزونو غوښتنه کوي او هغوی به پرېکړو کولو کښې ځان سره ګډوي. کېدای شي چې تاسو دا هم وغواړئ چې د داسې تګلارو يا کړنلارو سره د بيپاريانو (کلاينټس) څخه راغليو شکايتونو حل کولو له پاره لارې چمتو کړئ کوم چې ستاسو اقدار او اخلاقي قوانين څرګندوي او د دې پخلی کوي چې هر ډول معاملات په سپينه توګه سره حوار ولی شي.

دغه شان داسې قوانين هم شته چې څرګندوي د بيپاريانو (کلاينټس) سره په څه ډول سره پېښېدل په کار دي چې پکښې دا شامل دي؛ د توپير ( تبعيض) پر ضد قانون، د استعمالوونکو د ژغورنې له پاره قانون او د کوچنيانو او زلمو وګړو ژغورنه. تاسو د خپلو بيپاريانو (کلاينټس) او کارکوونکو په اړه د پاملرنې مسؤليت هم پۀ غاړه لرئ چې د تنظيم په سيمه کښې د موجوديت پر مهال کښې د هغوی د خونديتوب پخلی وکړئ. تنظيم دا مسؤليت په غاړه لري چې خپله د کار سيمه يا ځای په ښه حالت کښې وساتي چې دا ډول هغه خوندي پاتې شي او هم د اولسي مسؤليت په اړه بيمه (Public liability insurance) هم اخيستل دي.

د سازمان او د ټولنې غړي

ستاسو تنظيم به د قانون (ايکټ) لاندې د غړيو او اولس پر وړاندې ځانګړي مسؤليتونه لري لکه د خپل کلنۍ ټوليزې غونډې په اړه په پراخه توګه سره اعلاميه کول او کلنی راپور چاپ کول. کېدای شي چې تاسو دا هم وغواړئ چې د ټولنې پر وړاندې خورا ډېر مسؤل ګرزېدلو له پاره نورې لارې هم په پام کښې و نيسئ. کېدای شي چې تاسو پرېکړه وکړئ چې داسې پرانيستيې غونډې جوړې کړئ چې نورو غړيو او اولس ته پکښې د برخه اخيستنې اجازه وي او يا د خپل تنظيم په اړه معلومات ځايي ټولنيزو رسنيو (media) ته وړاندې کړئ چې دا ډول ټولنه ستاسو په اړه نور ډېر  معلومات ولري چې تاسو څه کوئ.

بسپنه ورکووني هييتونه (سټې)

که ستاسو تنظيم د بسپنه ورکوونکي هييت څخه پيسې تر لاسه کوي، نو تاسو له به پکار وي چې د هغوی غوښتنې بشپړه کولو په اړه ډاډ گیرنه یا پخلی ور کړئ. دې کښې دا شامل کېدلی شي چې د مرستې يا خدمت تړون ورسره بشپړ کړئ کوم کښې چې د پروژې په اړه راپورونه او مالي معلومات وړاندې کول، د خپل تنظيم له اړخه وړاندې کېدونکيو مرستو جاج اخيستنه او د بسپنې اخيستنې په اړه د لارښوونو بشپړه کولو  پخلی ورکول شامل دي.

په تنخوا کار کوونکي او رضاکاران

مدیره کومېټه دا مسؤليت په غاړه لري چې د څرګنده تګلارو او په ښه توګه سره د کارکوونکو د نظم د لارې د تنظيم کارکوونکو لۀ پاره د منلو وړ د کار کولو حالات قايم کړي کوم به چې د رضاکارانو له پاره هم وکارولی شي.

د تنظيم کارکوونکي د تنظيم پر وړاندې مسؤل وي چې خپلې دندې په ښه توګه سره بشپړه کړي. په عمومي توکه سره دا طمع کولی شي چې رضاکاران به هم د تنظيم پر وړاندې مسؤل وګرزي.

يو تنظيم چې په تنخوا کارکوونکي ساتي هغه له به پکار وي چې د ټولو ولايتي او فيدرالي قوانينو لاندې خپل هغه مسؤليتونه بشپړ کړي کوم چې د ملازمت پۀ اړه وي لکه د توپير (تبعيض) پر ضد قانون، د صناعت اړيکو په اړه قانون، د کارځای په اړه روغتيايي او د خونديبوب او د کار ځای د خوښې په اړه قانون. تنظيم له به دا هم پکار وي چې تقاعدي مرسته یا سپر انووېشن ادا کړی شي، کارکوونکو ته د تاوان ورکړې یا کمپينسېشن په اړه بيمه د نېټې سره سمه وساتلی شي او د کارکوونکو د تنخوا څخه د ټېکس (ماليې) کره مقدار پرې يا کم کړی شي او د اسټرېليا د ټېکس (ماليې) دفتر ته ولېږلی شي.

په کوينزلېنډ کښې، تنظيم له به پکار وي چې د دې خبرې پخلی وکړي چې ټول په تنخوا کار کووونکي، رضاکاران او زده کوونکي ٰد کوچنيانو سره کار کولو په اړه پلټنهٰ لري چې دا ډول د هغوی د وړتيا په اړه پخلی وشي. تاسو کولی شئ چې د دې غوښتنې په اړه نورو معلوماتو له پاره د کوچنيانو او زلمو وګړو او د کوچني د پاملرونکي کميسيون سره تړاؤ ونيسئ.

نور معلومات:

Last updated 2008-02-14