کله چې ستاسو تنظيم شرکت جوړ شي، يو شمېر شيان شته کوم به چې يو مخصوص وخت کښې بشپړه کولو ته اړتيا ولري. دغه اړتياوې او ټاکلي شوي وختونه د سازمانونو شرکت قانون (Associations Incorporation Act کښې په تفصيل سره څرګند شوي دي او / يا موډيل قوانين د منصفانه تجارت د دفتر (Office of Fair Trading) سره شته دی. احتمال دی چې تاسو به نور قانوني او مالي مسؤليتونه ولرئ لکه د مالیې ورکوونه، نو کېدای شي چې تاسو د يو وکيل او / يا يو محاسب څخه مسلکي مشوره تر لاسه کول وغواړئ.
مدیره کومېټه
د تنظيم غړيو به په وختي توګه باندې مکتب کښې کارکوونکي ټاکلي وي لکه د سازمان له پاره مشر او د خزانې ساتونکی. ټول دغه خلک به په خپلو څوکيو باندې تر هغې مودې پورې پاتې شي تر څو چې د سازمان له خوا د دفترکارکوونکي ټاکلي شوي يا ګمارلي شوي نه وي. که ستاسو تنظيم منشي نه وو ټاکلی، نو مدیره کومېټې له به پخلی کول وي چې د شرکت جوړېدنې په يوه مياشت کښې د ننه د قانون (ايکټ) او د سازمان قوانينو سره سم يو وړ کس و ګمارلی يا و ټاکلی شي.
عمومي مهر (Common seal)
شرکتي سازمانونو له پاره ضروري وي چې خپل عمومي مهر يا کامن سيل يا د ربر مهر ولري چې دغه ټکي ٰعمومي مهرٰ او د تنظيم بشپړ نوم ولري. عمومي مهر د تنظيم د لاسليک سره برابري لري او په عمومي توګه سره د مدیره کومېټې د منظوري سره د مهم تړونونو له پاره کارولی شي. تاسو کولی شئ چې د ربر مهرونو جوړونکي شرکت څخه يا د کتابځي څخه عمومي مهر واخلئ.
د بانک حساب (اکاؤنټ)
کېدای شي ستاسو تنظيم له مخکښې نه بانک کښې حساب يا اکاؤنټ و لري خو د شرکت جوړېدلو نه وروستو تاسو ته به د سازمان د نوم سره په بانک کښې يو حساب يا اکاؤنټ پرانيستل وي. مدیره کومېټې له به بانک، د ودانۍ ټولنه يا د اعتبار یا ويسا اتحاديه (credit union) خوښول يا ټاکل وي او ټول شته بسپنې (فنډ) به د سازمان بسپنې (فنډ) په توګه و پېژندل شي. کېدای شي تاسو څخه و غوښتلی شي چې مالي ادارې ته د سازمان د قوانينو يو نقل وړاندې کړئ او کېدای شي هغوی دا هم وغواړي چې د شرکت جوړېدلو په اړه د سند اصل وګوري. دا پرېکړه کولو نه وړاندې چې د بانک حساب (اکاؤنټ) لپاره د چا چا لاسليک وړ ګرزول پکار دي تاسو به دې ته اړتيا ولرئ چې د خپل تنظيم قوانين وګورئ او معلوم کړئ چې د مدیره کومېټې کوم غړي د چيکونو لاسليک کولو له پاره اجازه لري.
د اولسي یا عامه مسؤليت په اړه بيمه (Public liability insurance)
ستاسو سازمان له په دې اړه هم پام نيول دي چې آيا د سازمان له پاره د اولسي مسؤليت په اړه بيمه لرل په کار دي کوم چې ژغورنه وړاندې کوي پۀ داسې حالت کښې که چېرې د سازمان په شتمنۍ کښې يا د سازمان د کړنو يا عواملو په ترڅ کښې څوک ژوبل شي يا د هغوی شتمنۍ ته زيان ور ورسي. که چېرې ستاسو سازمان خپله زمکه و لري، زمکه يې په اجاره اخيستيې وي يا د بسپنې په توګه زمکه لري نو بيا د قانون (ايکټ) لاندې دا ضروري ده چې سازمان مو اولسي مسؤليت په اړه بيمه ولري خو مدیره کومېټه دا پرېکړه کولی شي چې د بيمې څۀ کچه پکار ده. کېدای شي چې ستاسو سازمان د نورو لائحو يا د خپلو قوانينو لاندې په قانوني توګه سره دې ته اړتيا لري چې اولسي مسؤليت په اړه بيمه او نورې بيمې ولري.
دا پرېکړه کولو نه مخکښې چې ايا د اولسي مسؤليت په اړه بيمې (Public liability insurance) ته اړتيا شته، کېدای شي چې مديره کومېټه څه ډول پرېکړه کولو نه وړاندې مسلکي مشوره اخيستل وغواړي. که چېرې مدیره کومېټه دا پرېکړه وکړي چې د اولسي مسؤليت په اړه بيمه (Public liability insurance) نۀ دي اخيستل، نو هغوی له به د سازمان غړو ته د دې پرېکړې په اړه وړانديز وړاندې کول وي او ورسره د دې پرېکړه وجوهات او هر ډول خطرات کوم چې د پرېکړې په ترڅ کښې رامينځ ته کېدلی شي هم وړاندې کول وي، د ممکنه قانوني عمل په شمول.
مالي ريکارډونه
ستاسو سازمان له دا هم پکار دي چې د ټولو مالي راکړه ورکړو ريکارډ کولو له پاره کتابونه و ساتي. کېدای شي چې تاسو له مخکښې نه د مالي انتظام له پاره نظام وضع کړی وي خو تاسو له به د دې پخلی کول وي چې دغه د موډيل قوانينو سره مطابقت لري. تاسو دې ته اړتيا لرئ چې د نغدو کتاب (کېش بک) کوم چې د پيسو ادا کړي شوي او اخيستلي شوي مقدارونه څرګندوي، د رسيد کتاب، د بانک څرګندليکونه، د ورځنۍ وړو مصارفو کتاب او د شتمنۍ رجسټر وساتئ. ستاسو د تنظيم کچې پورې اړه لرلو سره، کېدی شي چې تاسو يو لېجر او جورنال ساتلو ته هم اړتيا ولرئ. بله مهمه غوښتنه دا ده چې ټول ريکارډونه او حسابونه پکار دي چې بشپړه، کره او انګليسي کښې ليکلي شوي وي.
د غونډې پرېکړې (منټس)
د يو شرکتي سازمان په توګه، تاسو له به د کومېټې د ټولو غونډو او د ټوليزو (عمومي) غونډو ليکلي شوي ريکارډ يا منټس ساتلو له پاره يو کتاب يا فولډر جوړول وي. د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) د لاسوندونو يا معلوماتو د نقلونو کتلو له پاره غوښتنه کولی شي او که چېرې هغه پۀ انګليسي ژبه کښې نه وي، نو سازمان له به پکار وي چې تصديق شويې ژباړې ورته وړاندې کړي.
غړيتوب
مدیره کومېټه مسؤل وي چې د سازمان د ټولو غړيو په اړه يو ثبت یا رجسټر و ساتي. دغه رجسټر يا فهرس پکار دي چې د غړي نوم، ځايليک (پته)، نېټه چې هغوی غړيتوب تر لاسه کړی، نېټه چې هغوی غړيتوب له لاسه ورکړی او نور هغه تفصيلات ولري چې موډيل قوانينو کښې څرګند شوي دي يا د سازمان د پرېکړې په ترڅ کښې پکار وي.
د شتمنۍ يا نورو ملکيتونو لیږدنه یا(ټرانسفر)
که ستاسو تنظيم د شرکت جوړېدلو نه مخکښې شتمنۍ لرله، نو ور له به پکار وي چې د سازمان نوم ته واړولی شي. دا کار په قانوني توګه سره د کولو پخلی کولو له پاره، کېدی شي چې مدیره کومېټه وغواړې د وکيل څخه مشوره اخيستل خوښ کړي.
د شرکت جوړېدلو نه وروستو، د تنظيم ټول ملکيتونه لکه موټر یا ګاړی به پکار وي چې د سازمان نوم ته واړولی شي. کېدای شي چې سازمان د موجوده حقوقو يا مسؤليتونو په اړه هم ٰمسؤلٰ وګرزي لکه پورونه يا قانوني کړنې.
غونډې
قانون (ايکټ) او د سازمان قوانين په دې اړه مهم تفصيلات وړاندې کوي چې ولې، څنګه او کله غونډې جوړول په کار وي. مدیره کومېټې له به د دغو قوانينو سره سمې غونډې جوړول وي او د غړيو له پاره ټوليزې (عمومي) غونډې نظم کول وي. تاسو له به د شرکت جوړېدلو نه وروستو د يوې نه تر درې مياشتو په موده کښې د غړيو او بللي شويو مېلمنو له پاره ټوليزه (عمومي) غونډه جوړول وي. يوه ځانګړيې ټوليزه غونډه يا کلنۍ ټوليزه غونډه (AGM) د شرکت جوړېدنې نه 18 مياشتو کښې د ننه او د سازمان مالي کال بشپړه کېدنې نه په شپږ مياشتو کښې د ننه جوړول دي. د AGM پر مهال کښې په عمومي توګه باندې د شرکت چارندوی ټاکلي شي او مالي څرګندليکونه ورته وړاندې کول وي. دا تاسو له دا موقع هم درکوي چې په وروستي يو کال کښې د خپل سازمان د کړنو په اړه معلومات ورسره ونډه کړئ.
ماليه (ټېکس) ورکوونه
کېدای شي چې سازمان د نورو لائحو سره مطابقت ته هم اړتيا ولري. د ټېکس (ماليې) په اړه قوانينو لاندې، ستاسو سازمان له کېدای شي چې پکار وي يو اولسي چارواکی وټاکي، په عمومي توګه باندې د خزانې ساتونکی، څوک به چې د اسټرېليا د ټېکس (ماليې) مکتب ته غوښتنليکونه وړاندې کوي. کېدای شي چې سازمان دا هم خوښ کړي چې د اسټرېليا د ټېکس (ماليې) دفتر يا د يو محاسب (accountant) سره تړاؤ ونيسي چې د نورو قانوني او مالي اړتياوو نه ځان خبر کړي.
نور معلومات:
- د منصفانه تجارت دفتر:
- د غیر انتفاعي يا د ګټو لپاره نۀ سازمانونو په هکله د اسټریلیا د مالیې دفتر ارتباط
- د کوینزلینډ د تکنالوژۍ پوهنتون دغونډو په هکله معلومات لري
- د قانوني معاملاتو او بیمو په هکله د مدیریت د ملاتړ تیلفون لین معلومات (ثبت لازمی غوښتنه ده)
Last updated 2008-02-14