ډېری ټولنيزی ډلې پرېکړه وکړي چې د شرکت په توګه و پېژندل شي چې دا ډول د هغوی تنظيم په قانوني توګه سره د غړيو نه بېل و منلی شي. د دې مطلب دا دی چې غړي د تنظيم کوم يو پورونو يا تاوانونو څخه څه حد پورې ژغورنه ولري.
د دې مطلب دا هم دی چې تنظيم، د غړيو نه ځانته بېل، کولی شي چې:
- که غړي بدل هم شي بيا هم کړنو ته دوام ورکړي
- ډالۍ او بسپنې قبولې کړي
- شتمنۍ واخلي او خرڅې کړي
- قانوني تړونونه لاسليک کړي
- نورو باندی دعوی وکړي يا په خپله د دعوی لاندې راوستلی شي
د يوی ټولنيزی ډلې له پاره يو شرکت جوړېدلو له پاره يو شمېر ښه عوامل شته خو د دې پروسې پېل کولو نه مخکښې، تاسو له به د ټولو قانوني مسؤليتونو او رامينځ ته کېدونکو د ټولو مصارفو په اړه ځان خبرول وي، او دا چې آيا ستاسو ډله په قانوي توګه سره شرکت جوړېدلی شي.
تاسو سره دغو پرېکړو کولو کښې مرستې په توګه، تاسو له به په پېل کښې د شرکت جوړېدلو لپاره بېلابېلې لارې تر پام لاندې نيول وي او بيا پرېکړه کول وي چې ستاسو ډلې لپاره کومه يوه تر ټولو ښه کېدای شي.
د شرکت جوړېدلو له پاره کومې بېلابېلې لارې شته دی؟
په کوينزلېنډ کښې، يوه ټولنيزه ډله د يو شمېر بېلابېلو لارو سره د شرکت په توګه پېژندل يا شرکت جوړېدلی شي.
ډله د خپلو اړتياوو سره سمه په لاندې ډول شرکت جوړېدلی شي:
- يو سازمان
- د ژمنې یا تضمین د لارې يو محدود شرکت
- يو کواپرېټيو (اشتراکيه)
- يو بومي وګړي (Aboriginal) يا ټوريز سټرېټ ټاپو اوسېدونکي (Torres Strait Islander) له پاره تنظيم
د شرکت په توګه پېژندنې له پاره دغو بېلابېلو لارو کښې د هرې يوې سره خپلې تړليې ګټې او تاوانونه شته. د مثال په توګه، د سازمان په مقابلې کښې يو شرکت پېل کول او چلول ډېر کړکېچن وي خو د لويو تنظيمونو له پاره ګټې لرلی شي، په ځانګړيې توګه سره که تاسو په نورو ولايتونو يا سيمو (Territories) کښې کاروبار کوئ. کواپرېټيو په زياتره حالاتو کښې د ټولنيزو ډلو له پاره وړ نه وي.
د شرکت په توګه پېژندنې له پاره د دغو لارو او ورسره لګښت او قانوني اړتياوو په اړه نور معلومات تر لاسه کولو له پاره، لاندې او په لاندې برخو کښې نور معلومات وړاندې شوي دي. دا هم کېدای شي چې تاسو وغواړئ چې د نورو ټولنيزو تنظيمونو سره د هغوی د تجربو په اړه خبرې وکړئ.
ډېر واړه تنظيمونه دا پرېکړه وکړي چې یو شرکتي سازمان جوړشي خو کېدی شي چې د څه هم پرېکړه کولو نه مخکښې تاسو وغواړئ د يو وکيل او / يا د يو محاسب څخه مشوره تر لاسه کړئ. دا ډېر مهم دي ځکه چې کله ستاسو ډله د يوې ځانګړيې لارې څخه د شرکت جوړېدلو په اړه پرېکړه وکړي، نو کېدای شي چې په دې ډېر مصرف وشي او د هر ډول بدلونونو کولو له پاره خورا ډېر کار کول وي.
د سازمانونو د شرکت قانون (ايکټ) څۀ شی دی؟
که تاسو پرېکړه وکړئ چې يو شرکتي سازمان جوړ شئ، نو تاسو له به ډاډ ګيرنه کول وي چې ستاسو تنظيم په قانوني توګه سره شرکت جوړېدلی شي او تاسو په هغو لائحو باندې عمل کوئ چې په قوانينو کښې موجود دي. په کوينزلېنډ کښې، د سازمانونو د شرکت قانون (Associations Incorporation Act) هغه لائحه ده چې شرکتي سازمانونه ترې لاندې راځي. په دې قانون کښې هغه ډلې څرګندې کړيې شويې دي چې په قانوني توګه سره شرکت جوړېدلی شي.
د دې قانون لاندې، هره هغه ډله چې به وغواړي شرکت جوړ شي پکار دي چې:
- د څۀ هم قانوني توګه سره وړ مقصد لۀ پاره جوړ کړی شي او ورله دوام ور کړی شي،
- اووه (7) يا د دې نه ډېر غړي ولري، او،
- د دې مقصد له پاره نه وي چې خپلو غړيو ته مالي ګټې ور ورسوي.
د دې مطلب دا نه دی چې ستاسو تنظيم داسې يو کس نه شي په کار لګولی چې هغه غړی وي يا مالي ګټه تر لاسه کوي خو دا شيان د ډلې د موخې يا مقصد له پاره پکار دي، او د ځاني ګټې له پاره نه وي. د تنظيمونو نور قسمونه هم شته دی چې د قانون لاندې فهرست شوي دي او کوم چې په قانوني توګه سره شرکت نه شي جوړېدلی او نور معلومات لاندې او په راتلونکو برخو کښې ورکړي شوي دي.
دغه قانون د وخت سره د بدلون لاندې راوستلی شي نو کېدای شي چې تاسو وغواړئ چې د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) سره پلټنه وکړئ يا د يو وکيل او/ يا يو محاسب سره مشوره وکړئ.
د يو شرکتي سازمان په توګه ثبتونه به څنګه وکړئ
يو ځل چې ستاسو ډلې دا پرېکړه وکړه چې يو شرکتي سازمان جوړ شي نو داسې يو شمېر کارونه دي چې تاسو له به د سازمانونو د شرکت قانون (Associations Incorporation Act)لاندې کول وي. که ستاسو ډله دا وخت کومېټه يا د غړيو يو وړوکيې ډله ونه لري څوک چې د اړتيا وړ کارونو کولو کښې مرسته کولی شي، نو کېدای شي تاسو د خلکو نه رضاکارانه کار کولو له پاره غوښتنه وکړئ.
د دې کوميټې رول به دا وي چې د ټولو غړيو سره غونډه انتظام کړي چې په رسمي توګه سره د سازمان جوړولو په اړه پرېکړه وکړي، په دې موافقه شي چې دا به څه ډول سره چلولی شي او يو کس وګماري چې د شرکت جوړونې له پاره غوښتنليک ورکړي.
د غونډې نه مخکښې، کومېټې ته به د سازمان له پاره نوم په اړه پرېکړه کول وي. د قانون لاندې، د تنظيم نوم په انګليسي ژبه کښې وړاندې کول دي. کېدای شي چې ستاسو ډله له مخکښې نه نوم لري خو تاسو له به پلټنه کول وي چې دا نوم د بل يو تنظيم له خوا نه شي کارولی يا د بل تنظيم د نوم په شان نه وي. که تاسو ته بشپړه معلومات نه وي چې دا به څه ډول سره وکړئ، نو تاسو کولی شئ چې د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) سره تړاؤ ونيسئ.
کومېټه به د دې ډاډ یا پخلی کولو ته اړتيا ولري چې د تنظيم موخې او مقاصد يا ٰاهدافٰ کره وي ځکه چې هغه به ستاسو د تنظيم چارو له پاره د لارښود په توګه کار کوي. ستاسو کومېټې ته به د سازمان له پاره قوانين يا اساسي قانون هم طرح کول وي کوم کښې چې دا څرګندونې شويې وي چې ستاسو تنظيم به خپل قانوني مسؤليتونه بشپړه کولو له پاره څنګه چلولی شي. دغه قوانين د ټېکس (ماليې) څخه خلاصون او د تنظيم خېريه دريځ باندې هم کېدی شي چې اغېز واچوي.
د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) تاسو ته د موډيل قوانينو يا اساسي قانون مثالي نمونه درکولی شي کوم چې ستاسو ډله هم په هغه بڼه کښې کارولی شي او يا د خپل تنظيم سره سمون خوړلو له پاره تاسو هغو کښې بدلونونه هم کولی شئ. که ستاسو ډله له مخکښې نه قوانين لري يا تاسو غواړئ چې مثالي موډيل قوانينو کښې بدلونونه وکړئ، نو تاسو له به دا ډاډګيرنه یا پخلی کول وي چې تاسو بيا هم هغه ټول معلومات وړاندې کوئ چې موډيل قوانين کښې ورته اړتيا وي. د قانون لاندې، ټول قوانين په انګليسي ژبه کښې وړاندې کول دي.
کومېټې ته دا هم پکار دي چې نور هغه خلک هم معلوم کړي څوک به کېدای شي چې مدیرت یا مديره کومېټې ته ټاکنې کښې خوښي لري. کېدای شي چې تاسو د ځانګړو هنرونو څېښتن غړيو له پاره پلټنې وکړئ چې د منشي، د شرکت مشر، د شرکت مرستيال مشر او د خزانې د ساتونکي رول يا دنده په غاړه واخلي خو دا هم يو ښه نظر دی چې د کومېټې نور غړي هم موندۀ کړئ څوک چې نورو کړنو کښې مرسته وړاندې کولو کښې خوښي لري.
د قانون لاندې، تاسو له به د غونډې پر مهال کښې د شرکت مشر او د خزانې ساتونکی ټاکل وي. تاسو له به د غونډې پر مخ بوتللو له پاره د غونډې مشر ټاکل وي خو د غونډې پرانيستنې نه وروستو بل څوک هم د غونډې مشري کولو له پاره ټاکلی شي. د شرکت جوړېدلو نه وروسته، د شرکت مشر په عمومي توګه سره د غونډو مشرتوب کوي. کېدای شي چې تاسو يو منشي هم وټاکئ څوک چې د غونډې منټس يعني خبرې اترې او پرېکړې ليکي. د غونډې مینټس د هغو پرېکړو ليکلی شوی ريکارډ وي چې د غونډې پر مهال کښې کړيې شويې وي. په دغو دندوو باندې مامور کسان وختي توګه سره دنده لرونکي کسان بلل شي او دغه دندې تر هغه وخت پورې لري چې تر څو سازمان شرکت جوړ شي او بيا نور خلک د قانون او د سازمان قوانينو لاندې يا خو وټاکل شي يا و ګمارل شي.
د خپلې غونډې په اړه يادونه ورکولو له پاره قوانين شته ، په دې اړه چې تاسو له پاره چاته بلنه ورکول دي، د غونډې پر مهال کښې د پرېکړو کولو له پاره د پروسې په اړه او په دې اړه چې څوک د تنظيم او/يا د مديره کومېټې غړی جوړېدلی شي. کېدی شي چې تاسو وغواړئ د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) سره پلټنه وکړئ يا د يو وکيل څخه مشورې په اړه پوښتنه وکړئ.
که چېرې د سازمان نه شرکت جوړولو په اړه پرېکړه منظوره شي او سازمان قوانين منظور کړي، نو اوس بيا ستاسو تنظيم د شرکت جوړېدلو له پاره د غوښتنليک فورمه بشپړه کولی شي. دا به هغه کس له کول وي چوک چې د دې کار له پاره په غونډې کښې ټاکلی شوی وو.
د سازمان له پاره د شرکت جوړېدنې د غوښتنليک فورمې د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) څخه اخيستلی شي او هغوی به غوښتنليک باندې کار هم کوي. تر څو که څه هم ستونزې نه وي، دې نه وروسته چې تاسو خپله د غوښتنليک فورمه ور لېږليې وي او اړين فيس مو ورکړی وي، ستاسو تنظيم به ثبت شي او د شرکت سند به ورکړی شي.
د شرکت جوړېدلو نه وروسته، تاسو له به د خپلو نويو قانوني اړتياوو سره سمون يا مطابقت له پاره ځينې کارونه يو ورکړي شوي وخت کښې د ننه تر سره کول وي. د منصفانه تجارت دفتر (Office of Fair Trading) او د اسټرېليا د ټېکس (ماليې) دفتر به وکړی شي چې تاسو ته تر ټولو کره معلومات درکړي.
نور معلومات:
- د منصفانه تجارت دفتر:
- د شرکتو او اساسي قوانينو په هکله معلوماتو ته د ټولنې د ور ارتباط
- د ټولنيز تنظيم پېل کولو په هکله زمونږ د ټولنې د مرستې پاڼکۍ
- د غیر انتفاعي يا د ګټو لپاره نۀ سازمانونو په هکله معلوماتو د اسټریلیا د مالیې دفتر ارتباط
Last updated 2008-02-14