ټولنيز تنظيم پېل کوونه

ستاسو ډله کېدای شي چې د څو کسانو نه جوړه شويې وي څوک چې د خپلې ټولنې د اړتياوو بشپړه کولو کښې مرسته ور کولو له پاره يو ځای شوي وي. تاسو له اړتيا نشته چې د يوې ټولنيزې ډلې جوړېدلو له پاره د يو ٰرسميٰ تنظيم په توګه کار وکړئ خو کېدای شي چې تاسو وغواړئ چې دا معلوم کړئ آيا دا به ستاسو د ټولګي سره نور لوېدلو او په ښه توګه سره کار کولو کښې مرسته وکړي.

د يو ٰرسميٰ تنظيم جوړونې له پاره يو ډول چمتو والی په کار وي او کېدای شي چې تاسو له پاره د ډلې په توګه باندې کار کولو کښې کوم ډول بدلون راولي، نو ځکه لومړنی شی چې د پام وړ به وګرزي هغه دا چې آيا دا به ښه وي چې د يو بل تنظيم برخه جوړه شئ يا بيا د ټولنيزې ډلې په توګه کار کولو ته دوام ورکړئ.

ايا نوری داسې ډلې شته چې له وړاندې نه هم هغه کوي کوم چې مونږ کوو؟

په اسټريليا کښې د 700،000 نه ډېرې ټولنيزې ډلې او تنظيمونه دي نو کېدای شي چې لۀ مخکښې نه داسې څوک وي چې هم هغه ډول کار کوي کوم چې ستاسو ډله یی کوي. که چېرې يو داسې تنظيم وي چې هم ستاسو غوندې کار کوي، نو تاسو د هغوی سره خبرې اترې کولی شئ چې آيا ستاسو ډله یی هم غړي جوړېدلی شي او دا شان د هغوی په مرسته سره خپل کار ته دوام ورکړئ. د دې سره به تاسو هغه ټولې ګټې واخلئ چې د يو داسې لوی تنظيم د برخې په توګه تر لاسه کيدلی شي کوم چې کېدای شي ستاسو د ټولنې د مرستې لپاره نوره ډېره تجربه او سرچينې ولري.

د نورو تنظيمونو سره خبرې کولو نه وړاندې، ستاسو له به په کار وي چې د خپلی ډلې یو روښانه مفکوره او اهدافو يا مقاصدو په اړه څرګند نظر ولرئ. پۀ دې ځان پوهول چې تاسو ولې ګډ کار کوئ او دا چې تاسو څه تر لاسه کول غواړئ به تاسو له پاره دا پرېکړه کول اسان کړي چې ايا بل يو تنظيم له مخکښې نه دغه اړتياوې بشپړه کوي که نه.

کېدای شي تاسو پرېکړه وکړئ چې بل تنظيم ته ور ګډ نه شئ خو کېدای شي چې ځينې هغه خلک چې ورسره خبرې کوئ وکړی شي تاسو ته مشوره درکړي که چېرې تاسو د يو ٰرسميٰ تنظيم جوړېدلو پرېکړه وکړئ.

د نورو ډلو په اړه معلومات لرلو کښې لاندېني تنظيمونه کېدای شي چې در سره مرسته وکړی شي:

  • د توکمي ټولنو کونسل

    ځایليک (پته)
    253 Boundary Street West End Queensland 4101
    تيليفون لمبر
    (07) 3844 9166
    برېښناليک
  • ګڼ کلتوري معاملات کوينزلېنډ

    ځایليک (پته)
    Level 5, 160 Ann Street Brisbane Queensland 4000
    تيليفون لمبر
    (free call) 1800 053 739
    برېښناليک
  • د پرمختيا ګڼ کلتوريزه ټولنه

    ځایليک (پته)
    512 Stanley Street South Brisbane Queensland 4101
    تيليفون لمبر
    (07) 3337 5400
    برېښناليک

د نورو تنظيمونو سره خبرې کولو نه وروستو، بيا هم کېدای شي چې تاسو پرېکړه وکړئ چې تاسو نور معلومات تر لاسه کول غواړې چې آيا ستاسو ډله يو ٰرسميٰ تنظيم جوړېدلو ته اړتيا لري.

ايا مونږ يو ٰرسميٰ تنظيم جوړېدلو ته اړتيا لرو؟

يوه ټولنيزه ډله چې د يو ٰرسميٰ تنظيم په توګه کار نه کوي د غېر شرکتي سازمان په توګه هم پېژندلی شي. د يو غېر شرکتي سازمان په توګه، تاسو په پراخه توګه سره خپلې کړنې (فعاليتونه) د خپلې خوښې سره سمې برابرولی شئ او د يوې ډلې په ډول به يوازې يو څو قانوني مسؤليتونه ولرئ.

د مثال په توګه که چېرې بل کس يا تنظيم تاسو ډلې ته پيسې بسپنه (عطيه) کوي، نو دغه په کار دي چې يوازې د هغې ډلې د کړنو له پاره وکارولی شي کومه چې ټولنې ته ګټه ور رسوي. دې ته غیر انتفاعی یا ګټې له پاره نه (not-for-profit) ډله وايي او دا يو کاروبار نه وي.

که څه هم تاسو کېدای شي چې د يوې ډلې په توګه لږ قانوني مسؤليتونه ولرئ خو داسې نور ډېر شيان شته چې هغو له پاره کېدای شي د ډلې غړي ځانته خپل خپل مسؤليت و لري. د مثال په توګه که ستاسو ډله غواړي چې مکتب پۀ کرايه و نيسي، نو په ډله کښې څوک نه څوک به ځانته مسؤل وي چې د کرايه تړون لاس ليک کړي. که چېرې دغه ډله د څه وجوهاتو له کبله کرايه ورکولو کښې پاتې راځي، نو بيا کېدای شي چې هغه کس له به دغه پيسې ورکول وي د چا نوم چې د کرايې په تړون کښې وي. که ډله و غواړي چې په بانک کښې حساب پرانيزي يا بيمه تر لاسه کړي يا بيا شتمنۍ په بيه واخلي، نو د ډلې غړي به د کوم ډول پورونو (قرضو) په اړه مسؤل وي او يا تر دې پورې چې دعوی کېدلی هم شي.

يوه ټولنيزه ډله چې غېر شرکتي سازمان وي کېدای شي چې د حکومت يا نورو تنظيمونو څخه د بسپنو (عطيو) اخيستلو له پاره غوښتنليک ورکولو يا تر لاسه کولو کښې هم ستونزو سره مخ شي. خو ولې، يو ه ډله چې ٰرسميٰ تنظيم يا شرکت جوړ شي هغه به يو داسې قانوني دريځ ولري چې د ځانګړو غړو څخه بېل او جدا وي. د دې مطلب دا دی چې ستاسو د ډلې غړي کېدای شي چې نوره ډېره قانوي ژغورنه ولري که چېرې ستونزې را مينځ ته شي. د دې مطلب دا هم دی چې تاسو به يو شمېر قانوني مسؤليتونه ولرئ.

د شرکت جوړېدنې پۀ اړه نور معلومات تر لاسه کولو لۀ پاره

د شرکت جوړېدلو نه مخکښې ستاسو ډلې له پاره به خورا ډېر نور شيان هم تر پام لاندې نيول وي، چې پکښې دا هم شامل دي چې ستاسو د ډلې د کار کولو طريقې به په څه ډول سره توپير لاندې راشي. د شرکت په توګه د منل کېدلو په اړه ټولو اړتياوو باندې پوهېدلو له پاره، دا به د مرستې وړ وګرزي که چېرې ستاسو په ډله کښې داسې کسان وي چې هغه په انګليسي ژبه کښې وړتوب و لري او د حساب ساتنې هنرونه ورځي.

د شرکت په توګه پېژندنې په اړه نور معلومات تر لاسه کولو لپاره، لاندې او لاندې نورو برخو کښې نور معلومات وړاندې شوي دي. کېدای شي دا هم د مرستې وړ وي چې د نورو ټولنيزو تنظيمونو سره د هغوی د تجربو په اړه خبرې وکړئ.

ستاسو ډلې له خوا د شرکت جوړېدلو په اړه څه هم پرېکړه کولو نه مخکښې، کېدی شي چې تاسو وغواړئ د يو وکيل او \ يا د يو محاسب څخه مشوره تر لاسه کړې.

نور معلومات

Last updated 2008-02-14